افغانستان خبرونهروغتیالوګر

لوګر کې د ۵زره ناروغانو د سترګو وړیا درملنه پيل شوه

د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «نائب‌امین‌الله خان لوګري» درې سوه بسترېز روغتون کې د سترګو ناروغانو د درملنې لپاره لنډمهاله کمپ پرانېستل شوی دی.

د لوګر عامې روغتیا ریاست ریيس خافظ سیدالرحمن قادري مهال راډیو ته وویل، دغه کمپ به د ناروغانو پرمخ به دوه اوونۍ پرانیستی وي او د یادې مودې په ترڅ کې به د شاوخوا ۵زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنه وکړي.

قادري همدارنګه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د سترګو متخصصین به د ۲۰۰ ناروغانو د سترګو د پردو عملیاتونه او ۴ سوه ناروغانو ته به عینکې وویشي.

ده وویل، د سترګو بې وزله او اړو ناروغانو ته په دې پروګرام کې لمړیتوب ورکول کیږي او ټوله درملنه یې په وړیا ډول ترسره کیږي.

بل‌خوا د لوګر په نائب امین‌الله خان لوګري درې سوه بستریز روغتون کې د سترګو یوه ناروغ اکرم خان مهال راډیو ته وویل، خوښ ده چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یې د سترګو وړیا درملنه پيل شوه.

هغه وویل، د خپلو سترګو د درملنې لپاره اقتصادي اسانتیاوې نه لري او په عامې روغتیا وزارت یې غږ وکړ چې د سترګو د درملنې لپاره دې په ولایتي روغتون کې ځانګړې څانګه پرانیزي.

هېره دې نه وي چې عامې روغتیا وزارت د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم تېر کال ورته د سترګو ناروغانو لپاره د وړیا درملنې زمینه برابره کړې وه.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button