نړۍ

غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۷۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل د تازه بریدونو له امله ۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، د وژل شوو له ډلې ۳۶ هغه کسان دي چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه راټول شوي وو.

راپور کې راغلي چې پاتې نورو کسانو د غزې په بېلابېلو سیمو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچينې زیاته کړې، دغه بريدونه په داسې حال کې دي چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې هره ورځ ۲۸ ماشومان د اسرائیلو په هوايي بريدونو او د مرستو نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.

له دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې له ۱۰۰۰ زیات کسان د مرستو ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلو په بريدونو کې وژل شوي دي.

الجریزه لیکي چې په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیله راهیسې نږدې ۶۱ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵۰ زره نور ټپیان شوي دي.

 

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button