افغانستان خبرونهلوګر

لوګر دوو ولسوالیو کې د اوبو بندونو څخه د برېښنا تولید په موخه سروې ترسره شوه

لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په خوښۍ او ازرې ولسوالیو کې د اوبو له بندونو څخه د برېښنا تولید په موخه سروې ترسره شوه.

لوګر ولایت مقام کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډې ته د اوبو او انرژې وزارت د سؤیل ختیځ زون د برېښنا تنظیم برخې انجنیرانو د یوه پرېزېنټېشن له لاري په ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې د هغه بندونو په اړه مالومات وړاندې کړل چې د اوبو او انرژې وزارت په لارښونه سروې ترسره شوې ده.

دوي وویل، لوګر ولایت ازره او خوښۍ ولسوالۍ د اوبو کافي منابع لري او کولای شي چې زرګونه کورنیو ته په کم لګښت برېښنا برابره شئ.

بلخوا د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، ازره او خوښۍ ولسوالیو اوسیدونکو ته په تېرو حکومتونو کوې د پام وړ کار ندی شوی او اوبو او انرژې وزارت ته پکار ده چې یاد ولسوالیو اوسیدونکو ته برېښنا برابره کړي.

هغه همدارنګه وویل، په ذکر شویو ولسوالیو د برېښنا تولید لپاره دومره زیاتې منابع شتون لري چې د یادو ولسوالیو سربېره له برېښنا یو شمیرو ولسوالیو ته هم غځول کیږي.

دین پرور اوبو او انرژۍزوارت تخنیکي ټېم ته ډاډ ورکړ چې په ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې د برېښنا د تولید پروژو په عملي کېدو به هره اړخیزه همکاري وکړي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button