
نړۍ
پر غزې د اسراییل بریدونه؛ د الجزیرې شبکې ۵ کارکوونکي وژل شوي
اسراییلي ځواکونو تېره شپه (یکشنبه، اسد ۱۹) غزه کې د خبریالانو په خیمه برید کړی چې د الجزیرې شبکې د خبریال انس الشریف په ګډون پنځه کارکوونکي یې وژل شوي.
د الجزیرې د راپور پر بنسټ، قربانیانو کې دوه خبریالانو او درې انځور اخیستونکي شامل دي.
راپور کې ویل شوي چې د اسراییل پوځ یوه بیان کې د دې وژنې مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا کړې چې الشریف د حماس د یوې وسلهوالې څانګې مشري کوله، هغه ادعا چې الجزیرې رد کړې.
د غزې د اطلاعاتو دفتر دغه برید غندلی او دا یې «قصدي او له مخکې پلان شوی» عمل بللی.
د راپورونو پر اساس، د هغو خبریالانو شمېر چې غزه کې د اسراییل بریدونو له پیل راهیسې وژل شوي ۲۳۷ ته رسېدلی دی.