
لوګر کې ۲۵۰ کېلو ولټه لمریزې برېښنا سیستم پرانېستل شو
لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز پل علم ښار اړوند په پادخواب شانه سیمه کې د انجنیر اسماعیل په نوم یوه ځوان له لوري د شاوخوا ۵۰ زره امریکایي ډآلرو په شخصي لګښت د ۲۵۰ کېلو ولټه لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د پروژې ډيزاین او جوړونکې انجنیر اسماعیل مهال راډیو ته وویل، په دې سیسټم کې ۳۰۰ لمریز تختې کارول شوې دي، چې د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو سره، د ۲۵۰ کیلو واټه بریښنا تولید ظرفیت لري او کولی شي د ۱۰۰ کورنیو لپاره اړین بریښنا چمتو کړي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، هغه زیاته کړه چې د سټار پاور پروژه د ۵۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې، چې د انرژۍ د ځان بسیاینې او د سیمه ایز صنعت د ودې په لور یو اغیزمن ګام کیدی شي.
د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور د یاد ځوان دغه لاسته راوړنه وستایله او ددغه ولایت په بیلابیلو ادارو یې غږ وکړ چې یاد سیستم ته وده ورکړي.
دین پرور وویل، افغان ځوانان پراخه وړتیا لري او اړتیا ده چې حکومت او نړیوال بنسټونه افغانانانو ته په بیلابیلو برخو کې د زده کړو او کار زمینه برابره کړي