افغانستان خبرونهروغتیالوګر

د لوګر عامې روغتیا ریاست سره د اکسیجن تولید د دستګاوو مرسته وشوه

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې (MSF) له لوري‌ د لوګر له عامې روغتیا ریاست سره د ۴زره یورو په مالي لګښت د اکسیجن د تولید د دوه دستګاوو مرسته وکړه.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس حافظ سیدالرحمن قادري مهال راډیو ته وویل، یاده مرسته د لوګر عامې روغتیا ریاست په غوښتنه د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې (MSF) له لوري شوې چې موخه یې بېړنو او تنفسي ناروغانو ته پر وخت د اکسیجن رسول دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو دستګاوو د فعالیت له پيل سره به په لوګر کې روغتیايي خدمات پياوړي شي او ناروغانو ته په خپل وخت د اړتیا له مخې اکسیجن ورسېږي.

حافظ زیاته کړه، مرسته شوې دستګاوې په پرمختللي سېستم سره سمبال دي او اړتیا ده کارکوونکو ته یې معیاري روزنه ورکړل شي.

د لوګر مرکز پل‌علم یوه ناروغ لرونکي عبدالله مهال راډیو ته وویل، خوښ دی چې د بې پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې له لوري د اکسیجن د تولید دستګاوو مرسته وشوه.

هغه وویل، زه خپله په کور کې تنفسي ناروغ لرم او اکسیجن ورته له پلازمینې کابل څخه راوړم او له دې وړاندې لوګر کې دغه خدماتو شتون نه درلود.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button