نړۍ

اسراییلو غزه کې په یوه ورځ ۱۰۰ کسان وژلي

پر غزې د اسراییلو تازه بریدونو کې په یوه ورځ کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۸ نور بیا د لوږې له امله مړه شوي.

الجزیرې خبري شبکې نن (پنجشنبه، اسد ۲۳) راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ بریدونو کې ګڼ شمېر نور فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.

اخوا د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې لږ تر لږه ۸ نور کسان چې درې ماشومان هم په‌ کې دي، د لوږې له امله مړه شوي .

په دې سره غزه کې د لوږې له امله د مړو شمېر ۲۳۵ ته ورسېد چې ۱۰۶ ماشومان هم پکې شامل دي.

د غزې پر وړاندې د اسراییل جګړه کې لږترلږه ۶۱،۷۲۲ کسان وژل شوي او ۱۵۴،۵۲۵ ټپیان شوي دي.

د اټکل له مخې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ نیټې په بریدونو کې په اسراییلو کې ۱۱۳۹ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ څخه ډیر بندیان شوي دي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button