نړۍ

ټرمپ ویلي، له پوتین سره خبرو کې پرمختګ شوی

په الاسکا کې د اوکراين جګړې ته د حل موندلو په موخه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ سرمشریزه پرته له کومې هوکړې پای ته رسېدلې خو ټرمپ دا ناسته ګټوره بللې او ویلي یې دي چې له پوتین سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

بي‌بي‌سي لیکلي، له ولاديمير پوتین سره د تړلو دروازو تر شا له شاوخوا درې ساعته خبرو وروسته د خبري کنفرانس پر مهال ډونالډ ټرمپ دا ناسته ډېره ګټوره وبلله، ویې ویل چې که څه هم کومه هوکړه ونه شوه خو په وینا یې، له پوتین سره د اوکراين په اړه خبرو کې پرمختګ شوی.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي: «پر ډېرو ټکو هوکړه وشوه خو یو څو ټکي پاتې دي، یو یې خورا مهم دی.»

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم ویلي چې دی هم د شخړې پای ته رسولو ته «په صادقانه ډول لېوال دی» خو دا یې یوه غمیزه یاده کړه او ویې ویل چې روسیه اړتیا لري چې پایداره او اوږدمهاله هوکړې ته د رسېدو لپاره د جګړې اصلي لاملونه له منځه یوسي.

که څه هم موضوع د اوکراين پر سر ده خو د دغه هېواد ولسمشر ولوديمير زلینسکي د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ دې سرمشریزه ته نه دی وربلل شوی.‌

زلینسکي ویلي چې دا غونډه مهمه ده خو ټینګار یې کړی چې باید کېیف هم په دغو مذاکراتو کې ورښکېل کړل شي چې ګټورې پرېکړې وشي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button