
د لوګر ازره کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي
د لوګر د ازرې ولسوالۍ یو شمیر اوسېدونکي وایي چې تېره ورځ او شپه د د سخت ورښت له امله په دغه ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جمعهګل مهال راډيو ته وویل چې د تېرې شپې او ورځې سېلابونو د دې ولسوالۍ په برې چوترې سیمه کې د یوه ځوان ژوند اخیستی او په اکبرخېلو سیمه کې یې دوه تنکي ځوانان ټپیان کړي دي.
هغه زیاته کړه چې دوه کسان د ولسي وګړو په مرسته له سېلاب ژغورل شوي دي.
بلخوا، د لوګر د والي ویاند صدیقاحمد صدیقي هم تاییدوي چې تېره ورځ او شپه د سختو وروښتونو له امله سېلابونو په ازره ولسوالۍ کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
صدیقي زیاته کړه چې په دغه ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نشته، خو د زیانمنو کورنیو سروې یې پیل کړې چې له بشپړېدو وروسته به بېړنۍ مرستې ورته ورسوي.
دغه راز، د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاي مسوول عبدالبصیر شاهد هم وایي چې په ازره ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله کرنیزو فصلولونو ته سخت زیانونه اوښتي دي.