
لوګر کې د کرومایټو پروسس فابریکه پرانېستل شوه
د لوګر مسوولان وايي، دغه فابریکه د یوه هېوادوال له لوري د ۱۴ میلیون افغانیو په شخصي لګښت پرانېستل شوه.
د لوګر د کانونو او پترولیم رئيس مولوي نقیب احمد فرقاني په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه فابریکه د «سور غر زابل» شرکت له لوري د شاوخوا ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د محمداغې ولسوالي په «شکار کلا» سیمه کې جوړه شوې.
هغه وویل، یاده فابریکه به د ورځې په منځني ډول ۱۰۰ منه پروسس شوې قيمتي ډبرې تولید کړي.
د فرقاني په خبره، یاد شرکت دوه کاله وړاندې د کانونو او پترولیم له وزارته د محمداغې ولسوالي «شکار کلا» سیمه کې د ۵ کېلومټره مربع ساحې د کرومایټو استخراج قرارداد هم ترلاسه کړی چې تراوسه له یاد کان څخه ۳۰۰ میلیون افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته جمع شوي.
اخوا د لوګر د والي مرستیال مولوي محمد انور دینپرور وویل، دغه ډول فابریکې نه یوازې د کانونو په برخه کې د حکومت د عوایدو کچه لوړوي، بلکې سلګونه وزګارو کسانو ته د کار زمینه هم برابروي.
نوموړي زیاته کړه، پخوا به د لوګر د کرومایټو ډبرې بهر ته د پروسس لپاره لېږدول کېدې چې دامهال دغه فرصت لوګر کې رامنځته شوی.
د یادولو ده چې دامهال د لوګر د قیمتي ډبرو په پنځو کانونو د استخراج چارې پيل شوي چې د تېرو څو کالونو راهیسې سلګونه میلیون افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته جمع شوي دي.