لوګر

لوګر کې څلور نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل کېږي

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د دې ولایت د مرکز په ګډون دوو ولسوالیو کې څلور نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطيع‌الله عابد مهال راډیو ته وویل چې یاد سایټونه مرکز ته اړوند بابوس او پادخواب شانې او دغه ډول د برکي‌برک ولسوالي اړوند پنده او د محمداغې ولسوالي اړوند شېخک سیمو کې جوړیږي چې له بشپړېدو وروسته به د سیمې زرګونه اوسېدونکي، مخابراتي او انټرنیټي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي.

عابد زیاته کړه چې د دغو سایټونو د جوړولو د سروې چارې بشپړې شوي، چې نږدې ورځو کې به یې عملي کار چارې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هلوځلو د نورو مخابراني شرکتونو په همکاري د څو نورو نویو مخابراني سایټونو جوړولو چارې پیل شوي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button