افغانستان خبرونهلوګر

د لوګر والي: ا.ا د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي د دغه ولایت د رسنیو مسوولانو او ژورنالېستانو سره په یوه ګډه غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.

ایوبي زیاته کړه،«رسنۍ د ملت ژبه، سترګې او خوږونه دي او ا.ا د لوګر ولایت سربېره په ټول هیواد کې هڅه کوي چې د دولتي رسنیو سربېره ازادو رسنیو ته د فعالیت داسې زمینه برابره کړي چې په هغه کې اسلامي، ملي او کلتوري ګټې نغښتې وي.»

نوموړی دغه‌راز د لوګر له خبریالانو وغوښتل چې د پېښو پرمهال حقیقت پټ نه‌کړي او د ولس ستونزو ته په بې‌طرفه توګه پوښښ ورکړي.

همدارنګه د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس مولوي فیض‌الله جوهري وویل، دغه ولایت د هېواد په کچه د ا.ا له راتګ سره سم د رسنیو او خبریالانو د فعالیت برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، د دوی پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې کړي.

جوړې شوې ناستې ته د لوګر د رسنیو او خبریالانو په استازولۍ د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې او مهال راډیو مسؤل خان‌ولي احمدزي وویل، که څه په تېرو څو کالونو کې لوګر ولایت کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کومه پېښې ندې ثبت شوې، خو اړتیا ده چې ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاست رسنیو او خبریالانو ته مالوماتو ته د لاسي، همغږۍ او ظرفیت لوړونې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل‌خوا لوګر کې د یوې خصوصي راډيو مسؤل نورالله ستانکزي وویل، که څخه د پخوا په پرتله لوګر ولایت کې محلي رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی ده، خو لاهم دغلته رسنۍ او خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هېره دي نه وي چې لوګر ولایت کې د یوې دولتي رسنۍ په ګډون ۷ راډیوګانې، یوه چاپيزه او یوه انلاین رسنۍ او ۵۵ تنه خبریالان په رسنیزه برخه کې په کار بوخت دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button