افغانستان خبرونهلوګر

د خوړو نړیوال پروګرام لوګر کې خپلې مرستې بېرته پیل کړې

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له څلور میاشتني ځنډ وروسته بیاځلې د دغه ولایت له بې‌وزله کورنیو سره خپلې مرستې پيل کړې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسؤل صبغت‌الله نائب‌خېل مهال راډیو ته وویل، خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله لوګر کې له بې‌وزله کورنیو سره مرستې ځنډولې وې.

هغه همدارنګه زیاته کړه  تازه یاد نړیوال بنسټ د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې له شاوخوا ۱۰۰ بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

نائب‌خېل زیاتوي چې هرې بې‌وزله کورنۍ ته ۲زره او ۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

نوموړي وایي خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له محمداغې وروسته په ارزې ولسوالۍ کې هم سېلاب ځپلیو او اړو کورنیو سره ورته نغدي مرسته کوي.

بل‌خوا د لوګر یوشمېر بې‌وزله او اړې کورنۍ وایي چې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي او اړتیا ده چې حکومت او نړیوال بنسټونه ددغه ولایت له بې وزله او اړو کورنیو سره په دوامداره توګه مرستې وکړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button