افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې یو کس د دوو کسانو د وژنې په تور نیول شوی

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د روانۍ اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د محمداغې ولسوالي په «دهنو» کلي کې له ایران څخه تازه راستون شوی حفیظ الله چې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و، قاتل یې نیول شوی دی.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس مهال ته وویل، امنیتي ځواکونو د پرله‌پسي هڅو په ترڅ کې د یادې پېښې قاتل نیولی دی.

انس زیاته کړه، په یاد کس تور دی چې له دې وړاندې د وژل شوي کس یو بل ورور یې هم په ډزو وژلی و.

د امنیه قومنداني د ویاند په خبره پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې په پېښه کې د نورو شریکو کسانو په اړه هم پلټنه وکړي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button