افغانستان خبرونه

د هیواد په ختیځ کې د ورستۍ زلزلې له امله ۸۱۲ کسان وژل شوي او ۲۸۰۰ نور ټپيان دي

د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو  څه باندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، پېښې ته د رسېدنې په موخه یوه ځانګړې کمېته جوړه شوې او د اوس لپاره سل میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.

دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ (مزار دره)، څوکۍ، وټه‌پور، ماڼوګي، چپه دره او نورو سیمو کې تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۰۰ او د ټپیانو ۲۵۰۰ ته رسېدلی دی.

هغه دغه راز وایي چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې هم د دې زلزلې له امله ۵۸ کسان ټپیان شوي.

دی وایي چې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې هم زلزلې څلور کسان ټپيان کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند وایي چې د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې هم زلزلې پنځه کورونه نړولي خو هلته یې مرګ‌ژوبله نه ده اړولې.

مجاهد د یادې زلزلې له امله د ړنګو شویو کورونو په اړه وویل: «کونړ کې ډېر کورونه ویجاړ شوي دي، یعنې څو کلي تخریب شوي، مزاردره چې موږ یاده کړه، ټول کلی تخریب شوی دی، تر اوسه پورې د کورونو په اړه مشخصې شمېرې نه دي را رسېدلي، اوس موږ یوازې د شهیدانو او ټپیانو شمېرې له تاسو سره شریکې کړې، نور جزییات به وروسته خپاره شي.»

هغه وایي چې ریاست‌الوزرا پېښې ته د رسېدنې لپاره د کلیو د پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په مشرۍ ځانګړې کمېته جوړه کړې ده چې د بېلابېلو ادارو او وزارتونو استازي یې غړیتوب لري.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button