
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر استیناف محکمې په تېره یوه میاشت کې ۵ سوه دوسیو ته رسیده ګي کړې ده
لوګر ولایت سیمه ییز مسؤلان وایي چې د دغه ولایت د استیناف محکمې په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۵۰۰ دوسیو ته رسیده ګي کړې ده.
ددغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته وویل، د لوګر ولایت استیناف محکمي په یاده موده کې ۲۵۶ حقوقي او همدارنګه یې شاوخوا ۲۲۷ وثیقو دوسیو ته رسیده ګی کړې ده.
صدیقي زیاته کړه، چې د لوګر ولایت محاکمو ریاست د پخوا په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی ده او هره ورځ د مراجعینو دوسیو او شخړو ته په قوي اراده، عدالت او راڼه قضایي سیستم له مخې رسیده ګي کوي.