
لوګر کې د « غازي نائب امین الله خان لوګري» ژوند په اړه علمي سیمنار جوړ شو
لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د غازي نائب امین الله لوګري په ژوند او لاسته راوړنو یو ورځینی علمي سیمنار جوړ شو.
په دغه سیمنار کې د لوګر ولایت سیمه ییزو مسؤولینو سربېره، د پوهنتون استادانو، لېکوالانو، فرهنګیانو او د غازي نائب امین الله خان لوګري کورنۍ یو شمیر غړیو ګډون کړی وو.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل، « د هېواد آزادي او دفاع په شعارونو نه، بلکې په سرښندونو، شهادتونو، سختیو او میړانو باندې ترلاسه کیږي، چې د غازي نایب امین الله خان لوګري شخصیت موږ او راتلونکي نسلونو ته د همدغو قربانیو روښانه مثال دی.»
نوموړي زیاته کړه، غازي نائب امین الله خان لوګری یو ملي شخصیت و، چې د ده لاسته راوړنې او سرښندنې به افغانان هير نه کړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عام کتابتونونو رئیس، رفیع الله صمیم وویل؛ د لوګر غازیان او علماء د تاریخ له نظر له هیچا پټ نه دي.
نوموړي له علمي او اکاډمیکو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې په علمي مقالو او تیزسونو کې په نایب امین الله خان لوګري باندې لیکنې وکړي او د هېواد په نومیالیو ورته علمي او څیړنیز سیمنارونه جوړ کړي.
د دغه علمي سمینار په جریان کې د لوګر پوهنتون رئیس مفتي ضیاالاحمد صارم، مولوي عطاالرحمن الهام، محمد شعیب نایب خېل، استاد تازه ګل نظري، مولوي بشیر احمد بیهقي او سید قریب الله سادات په وار سره د یاد سمینار د جوړولو برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې د نایب امین الله خان لوګري د ژوند او لاسته راوړنو په تړاو خپلې لېکلې او مقالي ګډونوالو ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې غازي نایب امین الله خان لوګری په کال ۱۱۹۷ میلادي کې د برکي برک ولسوالۍ اړوند برکي راجان سیمه کې زېږدلی و، چې له ډېرو سرښندونو او مبارزو وروسته د افغان انګلیس لومړۍ جګړې تر ګټلو وروسته په ۱۲۷۴ میلادي کال کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.