
مجاهد: کونړ کې د زلزلې د مړو شمېر ۱۴۱۱ او د ټپيانو ۳۱۲۴ ته ورسېد
د اسلامي امارت ویاند وایي، د کونړ په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د وړمې شپې زلزلې له امله تر دې دمه د مړه شوو کسانو شمېر ۱۴۱۱ او د ټپیانو ۳۱۲۴ ته رسېدلی او ۵۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.
دغه زلزله چې وړمه شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحإالله مجاهد پر اېکسپاڼه لیکلي چې د کونړ په مرکز اسعداباد او په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پېچ دره او وټهپور ولسوالیو کې د زلزلې له امله تر دې دمه د شهیدانو شمېر ۱۴۱۱ او د ټپیانو ۳۱۲۴ ته رسېدلی دی.
هغه دغهراز لیکلي چې په یادو سیمو کې د زلزلې له امله ۵۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې لږ مخکې ویلي وو چې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې په یاده مرګونې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۱۱۲۴ او د ټپيانو ۳۲۵۱ ته رسېدلی او له اته زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي