افغانستان خبرونهسپورټ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه شل اوریزه لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

نننې لوبه چې د شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه ترسره کړه.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ ۶۵ او صدیق الله اتل ۶۴ منډې وکړې.

د پاکستان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې۱۵۱ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

په دغه لوبه کې فضل الحق فاروقي، محمد نبي، راشد خان او نور احمد د پاکستان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله به په درې اړخیزه سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د سپټمبر په پنځمه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button