افغانستان خبرونه

د هېواد په ختیځ کې د زلزلې له زیانمنو سره د ځینو هېوادونو او اروپایي ټولنې بشري مرستې کړي

چین، ایران، هند، ترکیې او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره نغدي او د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړې او اروپايي ټولنې هم اعلان کړی چې له زلزله‌ځپلو سره یو میلیون یورو بېړنۍ او د ۱۳۰ ټنه مرستندویه توکو مرسته کوي.

دغه زلزله چې د تېرې دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده. دې زلزلې ډېر زیان په کونړ کې اړولی خو په ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان کې یې هم زیانونه اړولي دي.

د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې، د کونړ په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پېچ‌دره او وټه‌پور ولسوالیو او مرکز اسعداباد کې تر دې مهاله د شهيدانو مجموعي شمېر۱۴۱۱ او د ټپیانو ۳۱۲۴ ته رسېدلی دی. هغه وایي چې د تخريب شوو کورونو شمېر تر ۵۴۱۲ پورې رسېږي.

په افغانستان کې د چین سفارت او چیني سوداګرو له لوري د کونړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره نغدي مرستې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ته وسپارل شوې.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د چین شارژدافیر، باو شوهوي ویلي چې په ​​دغه ستر غم کې ځان له افغانانو سره شریک ګڼي او په افغانستان کې د سفارت ډیپلوماتانو او چینۍ شرکتونو په استازیتوب یې له طبیعي پیښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ته ۴۰زره او ۸۱۰ ډالر وسپارل.

سرچینې دغه‌راز لیکلي، د چیني شرکتونو استازو اعلان کړی چې د کونړ زلزله‌ځپلو سیمو ته به خوراکي او غیرخوراکي مرستې په دوو باروړونکو موټرو کې واستول شي او نورې محمولې هم د چمتو کېدو په حال کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د زلزله‌ځپلو لپاره د هند مرستې د هوا له لارې کابل ته رسېدلې دي.

هغه لیکلي چې ۲۱ ټنه مرستندویه توکي چې کمپلې، خیمې، روغتايي کېټونه، د اوبو ذخیره کولو ټانکرونه، جنراتورونه، د پخلنځي وسایل، د لېږد وړ د اوبو تصفیې دستګاوې، اړین درمل، ویلچیرونه، د میکروب ضد مواد، د اوبو پاکولو ټابلیټونه، د «او.ار.اېس» محلول او طبي توکي پکې شامل دي، لېږدول شوي دي.

هغه ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به نورې بشري مرستې هم واستوي.

په کابل کې د ایران سفارت هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې زلزله‌ځپلي کونړ لایت ته د دغه سفارت د سرپرست علي رضا بېګدلي له سفر سره هم‌مهاله له زلزله‌ځپلو سره د ایران له لوري د۸۰ ټنه اوړو او غوړيو مرسته وشوه.

بېګدلي ويلي چې ايران تل په سختو شېبو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت هم د کونړ زلزله‌ځپلو ته د تورخم له لارې ۳۵ موټره مرسته رالېږلې ده.

په دغو مرستو کې ۵۰۰ ژمنۍ خېمې، ۵۰۰ کورنۍ خیمې، ۱۵۰۰ بسترې، ۳۰۰۰ بالښتونه، ۱۵۰۰ کمپلې او دوه موټره درمل شامل دي.

په کابل کې د ترکیې سفارت هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پرون ماښام د زلزلې له امله زیانمنو شوو زرو کورنیو ته د دغه هېواد د مرستو کڅوړې رسېدلې دي.

سرچینې لیکلي: «موږ به په دې سختو ورځو کې د خپلو افغان وروڼو د ملاتړ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم پر اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دغه اتحادیه د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.

سرچینې لیکلي چې دغه اتحادیه له زلزلې وروسته یو میلیون یورو بیړنۍ مرسته، ۱۳۰ ټنه مرستندویه مواد او د «کوپرنېکس» سپوږمکۍ نقشې چمتو کوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button