
لوګر کې په ۲۰۰زره ډالرو د دوو سربندونو د جوړېدو چارې پيل شوې
د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د اوبو دغه سربندونه د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) له لوري په ازرې او څرخ ولسوالیو کې جوړېږي.
د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ریيس مولوي شیراقا پیرحبیبالرحمن په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه دوه سربندونه د UNDP موسسې په مالي ملاتړ، د حرکت موسسې له لوري په ازرې او څرخ ولسوالیو کې د راتلوونکو درې میاشتو په موده کې د شاوخوا دوه سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت بشپړېږي.
د کرنې او مالدارۍ رییس زياتهکړه چې دا پروژې د کرنې ریاست د پراختیایي پلان یوه مهمه برخه ده او ورته پروژې به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
هغه وویل چې د یادو سربندونو په جوړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د اوبو د ضایعاتو مخنیوی به وشي.
بلخوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور د سربندونو جوړېدل یې د کرنې سکتور د پراختیا، د اوبو مدیریت، د زرګونه جریبه کرنیزه ځمکو د خړوبولو او د سیمې د اوسېدونکو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل.
دینپرور زیاته کړه چې د یادې پروژې له پيل سره به شاوخوا ۵ سوه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.