افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د غلا او قتل په تور یوه شپږکسیزه ډله نیول شوې ده

د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په «دولت کلا» سیمه کې د غلو یوه شپږکسیزه ډله نیول شوې ده.

د لوګر امنیه قوماندان ملا اغاولي نوراني خبریالانو ته وویل، د محمداغې ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو تېره ورځ شپږ کسان چې په غلا او قتل تورن دي، نیولي دي.

هغه زیاته کړه، یادو کسانو په محمداغه ولسوالۍ کې د عبدالله په نوم له یوه کس څخه پنځوس زره افغانۍ وړې او هغه یې وژلی دی.

امنیه قوماندان وویل، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او ډېر ژر به عدليي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

بلخوا، نیول شوو کسانو د رسنیو پر وړاندې هم خپل جرم ومانه.

د یادونې ده، تېره اونۍ هم د لوګر پولیسو د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د غلاوو په تور درې کسان نیولي وو.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button