
لوګر کې د ۴۹ ښوونځو د بیارغاونې چارې پيل شوې
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او محمداغې، خوښۍ، برهکي برک او خروار ولسوالیو کې د ۴۹ ښوونځیو د بیارغاونې چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب مهال راډيو ته وویل، دا ښوونځي د شاوخوا ۳۶ میلیون افغانیو په مالي لګښت په راتلوونکو څلورو میاشتو کې بیارغول کیږي.
نوموړی وايي: «په پیل شویو رغنیزو چارو کې د ۴۹ ښوونځیو د ودانیو او ټولو ملحقاتو اساسي بیارغول، رنګول، د درسي ټولګیو، احاطوي دېوالونو، لاس ینځلو ځایونو او کانکریټي کثافت دانیو جوړول، د اوبو او سپټیک څاهګانو کېندل، د لمریزې برښنا او اوبو رسولو منظمو سیسټمونو فعالول شامل دي.»
هغه زیاته کړه چې د دغو ښوونځیو په بیارغاونې سره به شاوخوا ۳۰ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند همدارنګه وايي چې د دغې رغنیزې پروژې له لارې به د یادو رغنیزو چارو د بشپړولو ترڅنګ، یوه بل ښوونځي ته ټول اړین دفتري وسایل او د زدهکوونکو درسي میزونه او څوکۍ هم برابرې شي.
د پل علم یوشمېر اوسیدونکي وايي، خوښ دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف له لوري د لسګونه ښوونځيو ودانۍ بیارغول کیږي.
خو دوی ټینګار کوي چې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې دې هم هغه ښوونځيو ته معیاري ودانۍ جوړې کړي چې زدهکوونکي یې له پراخو ستونزو سره سره، په ازاده فضا کې په لیک لوست بوخت دي.