افغانستان خبرونهروغتیالوګر

لوګر محمداغه کې د یوه روغتیايي مرکز له پرانېستې سره سلګونه میرمنو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوي

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په «مغل خېل» سیمه کې د یوه روغتیایي مرکز له پرانېستلو سره سلګونه بې وزله میرمنو ته روغتیايي خدمات برابر شوي دي.

د یادې سیمې یوه ناروغه ګلبشره وایي د مغل خېل روغتیايي مرکز له پرانیستې سره ګڼ شمیر میرمنو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات برابر شوي دي.

هغه زیاتوي،:« پخوا دې سیمه کی کوم روغتیایي مرکز فعالیت نه درلود او  خلک له روغتیایی خدماتو څخه بی برخي وو ، د دې سیمې اوسیدونکي له ګڼ روغتیايي ستونزو سره مخ وو، خو چې دغلته د عامې روغتیا ریاست له لوري کوم روغتیايي مرکز پرانېستل شو، ګڼ شمیر میرمنو په ځانګړې توګه مېندوارو میرمنو ته غوره اسانتیاوې برابرې شوي او زمونږ غوښتنه داده چې دغه مرکز دې په دوامداره توګه فعالیت وکړي.»

د یادې سیمې یوې بلې ناروغ لرونکی میرمنې ګل څانګه وایي: «ما خپل زوي د درملنې لپاره دې روغتیایي مرکز ته راوستی ده، پخوا دلته کوم روغتیایي مرکز نه و او دیته اړه ومه څو خپل ناروغ کوم بل روغتیایي مرکز ته یوسم چې د ډیرو ستونزو سره مخ کیدم، ما نشو کولای خپل ناروغ په خپل وخت روغتون ته ولیږدم، ځکه زه د اقتصادي ستونزو سره هم مخ وم .

اوس د دې روغتیایي مرکز پرانیستې سره دا ستونزه حل شوې ده، دلته د درملنې ترڅنګ موږ ته په وړیا توګه درمل هم راکول کیږي.»

د یاد روغتیايي مرکز مشرې ظهرا سادات وايي، « روغتیا د ژوندانه یو له مهمو لومړیتوبونو څخه شمیر ګڼل کیږي، پخوا دلته کوم روغتیایي مرکز فعالیت نه درلود، په دې سیمه کې هیڅ کوم روغتايي ډلې یا مرکز فعالیت نه درلود خلک له پراخو روغتیايي ستونزو سره مخ وو چې ډيره برخه یې میرمنو او ماشومانو جوړوله، زه اوس ویلای شم چې ددغه مرکز له پرانېستې سره د مغل خېل سیمې د اوسیدونکو ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.»

هغه وایي دا مرکز کابو دوه کال کیږي چې د ناروغانو پرمخ پرانېستل شوی ده او هره ورځ له ۵۰ پورې ناروغانو ته رسیده ګي کوي او اړتیا ده چې یاد روغتیايي مرکز پراختیا پیدا کړي.

د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست رئيس حافظ سیدالرحمن قادري وایي چې په لوګر ولایت کې یوازې د مور او ماشوم لپاره د روغتیايي خدماتو په موخه ۹ روغتیايي مرکزونه پرانېستل شوي دي او د اسلامي امارت له واک ته رسیدو راهیسې په ټول لوګر کې ۴۸ نوي روغتیایي مرکزونه د ناروغانو پر مخ پرانېستل شوي چې هره ورځ زرګونه ناروغانو په ځانګړې توګه میرمنو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button