
لوګر کې د کرېکټ لوبې سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې
په لوګر کې ډېری ځوانان د کرکټ لوبې په وسیله خپلو نورو وطنوالو ته د عامه پوهاوي ، روغتیا او پرمختګ په اړه پیغامونه ورکوي.
د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرکټ مینوال او ورزشکاران په دې اند دي ، چې د هېواد په ملي لوبډله کې د لوګر د مشهورو لوبغاړو لوبېدل ، په کور دننه د کرکټ پراختیا د مسوولو چارواکو پاملرنه ، سالمه بوختیا او ښه روغتیا هغه لاملونه دي ، چې په دې ولایت کې د ځوانانو لېوالتیا له کرېکټ لوبې سره زیاته شوې ده.
د دغه ولایت یو شمیر ځوانان د خپلو زده کړو او بوختیاوو سره سره بیا هم د کرېکټ لوبې په مسلکي روزنه بوخت دي او غواړې چې له دې لارې د کرېکټ ولایتي او ملي لوبډلو ته لاره ومومي.
د پل علم یوه اوسېدونکي عبدالحکیم چې له تېرو دوو کلونو راهیسې کرېکټ ورزش کوي مهال راډیو ته وویل؛ « کرکټ یوه هیجاني ، ډله ییزه او جذابه لوبه ده ، کله چې کوچنی وم ، د ملي لوبډلې لوبې مې کتلې او له کوچنیوالي مې مینه ورسره پیدا شوه . له مسوولینو مو غوښتنه ده چې زموږ د مسلکي روزنې لپاره اکاډمي جوړه کړي او زموږ په ظرفیت کار وکړي ، ترڅو په راتلوونکي کې خپل هېواد ته ویاړونه راوړو..»
بلخوا د لوګر یو بل ورزشکار او د کرکټ مینوال محمد ادریس چې د خپلو رسمي زده کړو او بوختیاوو ترڅنګ کرېکټ ورزش کوي مهال راډیو ته وویل؛ « زما درې کاله وشول چې کرکټ کوم او ترڅنګ یې خپل درس هم وایم . زه کرکټ د خوشحالي ، ساعتیري او د هېواد د پرمختګ لپاره کوم. که چېرې مسوول چارواکي موږ ته امکانات برابر کړي او ځوانان تشویق کړي ؛ نو کرکټ به نور هم وده وکړي او همدا ځونان به یوه ورځ د خپل هېواد استازیتوب په نړیوال ډګر کوي.»
هاخوا د کرېکټ کارپوهان په دې باور دي چې کرېکټ په ټول هېواد کې ورځ تر بلې په پراخېدو دی او ورسره د ځوانانو لېوالتیا هم زیاتیږي، دا ځکه چې ورځ له بلې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي پرمختګ کوي او هیواد ته ښې لاسته راوړنې راوړي.
د کرکټ کارپوه صباوون مهال راډیو ته وایي (په لوګر کې کرکټ ورځ تر بلې په غوړېدو دی او د کرکټ مینوالو علاقه له دې ورزش سره بې سارې ده او کرکټ اوس د ټولې نړۍ یو مشهورو ورزش دی . د کرکټ په ملي لوبډله کې د لوګر د مشهورو لوبغاړو لوبېدل دوی ته انرژی ورکوي او دوی لاهڅوي، چې لا نور کرکټ وکړي. که لوبغاړو ته په عصري امکاناتو سمبال لوبغالی ، مسلکي اکاډمي او روزنیز پرګرامونه په لاره واچول شي ؛ نو د لوګر کرکټ به لا وده وکړي.) دا کلپ باید تغیر شي دا ځکه چې دا راپور له مهال راډیو خپریږي او نعمت الله رښتین زمونږ همکار ده.
د لوګر ولایت کرېکټ آمر حشمت الله ستانکزي مهال راډیو ته وویل « په لوکر کې د کرکټ اوسنی وضعیت له پخوا ډېر بهتر ده ، ځکه موږ په کور دننه د لوبغاړو د پرمختګ لپاره د پوهنتونو، مکتبونو او ولسوالیو ترمنځ سیالۍ په لاره اچولي او په دې ولایت کې د کرکټ د پرمختګ لپاره له هرې ممکنې لارې ګټه اخلي او د لوبغاړو د مسلکي روزنې لپآره مو د کرکټ اکاډمي جوړه کړې او د لوبغاړو د روزنې لپاره مو مسلکي روزنکي ګمارلي.»
هېره دي نه وي چې اوس مهال د افغانستان په ملي کرېکټ لوبډله کې له لوګر ولایت څخه نبي عیسی خېل، حشمت الله شهیدي او دېته نور مشهور لوبغاړي لوبیږي.



