افغانستان خبرونهلوګر

اقليمي بدلون د لوګر پر بزګرانو ناوړه اغېزې کړي

د لوګر ځايي  بزګران  وايي چې اقلیمي بدلون، د بارانونو کموالی او زیاتې ګرمي د دوی  پر کرنیزو حاصلاتو، اوبو، او  پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی.

عبدالرحمن او حضرت یاسین چې خپلو کورنيو مصارف له کرنيزو حاصلاتو پيداکوي وایي، چې د تېرو کالونو  په پرتله سږکال د غنمو، وربشو، سبزيجاتو او مېوو حاصلات کم شوي دي.

دوی زیاتوي چې د موسمونو ګډوډي، ناوخته بارانونه، وچکالي او له موسمي آفتونو سره د مبارزې امکاناتو نشتوالی، د دوی  لپاره جدي ستونزې جوړې کړې، چې د کورونو پريښودلو ته اړ شوي.

د لوګر د اوبو او انرژۍ رياست تخنیکي سلاکار انجنير فضل الرحمن عمری وايي:  چې لوګر ولايت کې د اوبو سطحه په ټيټدوده ده  ځنګلات ويل شوي دي څومره چې بارانونه وشي نه جزبيږي  د تخنيکي سروې په اساس باندې هغه ساحې چې ځنګلات ولري جزب يې  زيات وي او که ځنګلات نه وي هغه بيا. په سطحي اوبو بدليږي چې مونږ يې د کنټرول امکانات نه لرو

نوموړی زياتوي په لوګر ولایت کې کاريزونه شتون لري بايد پاک کړل شي بندونه جوړ شي که دغه اوبه کنټرول نه شي په اقليم باندې بد اغيز کوي، ورځ تر بلې هوا ګرميږي چې د ټولې نړۍ لپاره یې خطر موجوده

بل لور ته د کرنې او مالدارۍ رياست د عوايد تنظيم آمر عبدالبصير شاهد همراز وايي چې کله د تودوخې درجه لوړيږي د اوبو استعمال هم ډيريږي  چې په  ټول هيواد کې د اوبو کچه کموي چې علت يې د  بزګرانو د هغه بوټو کرل دي  چې زياتې  اوبه مصرفوي

نوموړي زياته کړه چې د اسلامي امارت له لوري په وار سره دوی ته لارښوونې شوي او  د کرنې ریاست د دځمکې لاندې اوبو په اړه طرحه وړاندې کړې، چې د ځمکې اوبو د سپمه چې زموږ ملي شتمني ده یادونه شوې ده

همدارنګه د لوګر چاپيريال ساتنې رياست رئيس مولوي محمد کريم مهاجر وويل؛ د چاپيريال ساتني په برخه کې ډير کار شوی چې په بازار او   هوټلونو کې ګازي سيستم جوړ شوی او په بيلابيلو سيمو کې نيالګي کينول شوي چې  د هوا د کاکړتيا په کمولو کې مهم رول لري په کال کې تر يو لک ډير نيالګي ايښودل کيږي،

نوموړي زياته کړه چې د چاپيريال ساتنې رياست له لوري  شوراګانې  جوړې شوي  چې ځنګلونو وهلو، ښاکار کولوکې زمونږ سره مرسته کوي،

د يادونې وړ ده چې تير شل کلن جنګ او د هيواد خلکو له لوري د ځنګلونو وهل او د اوبو بې رحمانه ډول مصرف ده دې باعث شوي چې د لوګر او هيواد په کچه حاصلات زيانمن او ورځ تر بلې د هيواد چاپيريال خراب  شي

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button