
لوګر کې ۱۷ ټنه تارېخ تېر خوراکي او غیرې خوراکي توکي وسوځول شول
لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت له مرکز پل علم او ولسوالیو څخه یې ۱۷ ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیرې خوراکي توکي را ټول کړي او نن یې د رسنیو په وړاندې وسوځول.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل ثناګل ګلزار مهال راډیو ته وویل، دغه تاریخ تېر خوراکي او غیرې خوراکي توکي د یوه ګډ کمیسیون له لوري له هاټیو راټول شوي دي او نن یې د محکمې د پریکړې له مخې له مینځه یوړل.
ګلزار زیاته کړه، صنعت او سوداګرۍ ریاست له یو شمیرو نورو ادارو سره په بشپړې همغږۍ هره اونۍ له بازارنو او درملتونونو څخه څارنه ترسره کوي او هیچاه ته به د دې اجازه ورنه کړي چې په درملتونونو او هاټیو کې تاریخ تېر درمل او یا هم خوراکي توکي په مشتریانو وپلوري.
هغه وویل، که څوک د حکومت له پریکړې خلاف عمل وکړي او په مشتریانو په قصدي ډول تاریخ تېر درمل او یا هم خوراکي توکي وپلوري قانون ته به يې وسپاري.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست او د خوړو او درملو ملي ادارې له لوري څه باندې لس ټنه تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي له مېنځه وړل شوې دي.



