
لوګر کې بې وزله او اړې کورنۍ د بشري مرستو د پراختیا غوښتنه کوي
لوګر ولايت کې یو شمېر بېوزلې کورنۍ د بشري مرستو له وېش خوښي څرګنده وي، خو ټینګار کوي چې دا مرستې یوازې لنډمهاله ستونزې هواره وي او اړتیا ده چې په دغه ولایت ېکې له بې وزله او اړو کورنیو سره په دوامداره توګه مرستې وشي.
بې وزله کورنۍ له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې بې وزله او اړو کورنیو غړیو ته د دوامداره کار مرستو زمینه برابره کړي.
لوګر ولايت اوسېدونکی سميع الله د بشري مرستو له وېش خوښي څرګنده کړې او وايي چې دغو مرستو د دوی په ژوند مثبت اغېز کړی، خو دایمي بسنه نه کوي:
«زه د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه راوړونکی یم، خو کار نشته. کله چې مرسته کېږي، یوازې د څو ورځو لپاره مو ستونزې حل شي. موږ ته باید د کار زمینه برابره شي، تر څو خپله کورنۍ په خپله وساتو. د مرستو ترلاسه کول ښه خبره ده، خو له خلکو سره د تل لپاره مرسته نه شي کولای. اصلي اړتیا دا ده چې دولت او موسسې د کارموندنې او تولیدي پروژې پیل کړي.»
د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي سلیم جان وايي، «کومې مرستې چې راکول کېږي زموږ د ورځنیو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي. دولت او اړوندې موسسې باید مرستې پراخې کړي. همدارنګه، دولت او موسسې دې د سروې له لارې اړمنې کورنۍ وپیژني او مرستې دې په شفافه توګه وېشي.»
په لوګر کې د نظر خاوندان او رسنیز فعالان هم په دې اند دي چې بشري مرستې د اړمنو کورنیو دایمي اړتیاوې نه شي پوره کولای. هغوی وايي، دولت او همکارې مؤسسې باید د مرستو سربېره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
د لوګر ولايت رسنیز فعال وحیدالله ساحل په دې اړه وایي.« بشري مرستې د خلکو او ټولنې اوږدمهاله ستونزې نه شي حل کولی، بلکې یوازې لنډمهاله وخت لپاره دي. زموږ غوښتنه له حکومت او نړيوالو موسسو څخه داده چې خلکو ته د اوږدمهاله مرستو سربېره د کرنې پراختیا، حرفوي زدهکړې، کارموندنې، او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پیل کړي تر څو دایمي عواید سرچینې برابرې شي.»
هاخوا د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې رياست هم د بېوزلو کورنیو یادې ستونزې مني او وايي چې د خلکو غوښتنې له امکاناتو ډيرې د. د لوګر ولايت د کلي او بیا رغونې رياست وياند صبغتالله نايب خېل وايي «خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، د اړتیا کچه لوړه ده او زموږ امکانات محدود دي. موږ هڅه کوو چې د مرستو د زیاتوالي لپاره نورو همکارو او ملاتړ کونکو سازمانونو، بنسټونو او مرستندویانو مرستې راجلب کړو، تر څو د خلکو اړتیاوې تر یوې اندازې پورې رفع شي.»
نوموړی زياتوي روان کال د لوګر ولايت مرکز په ګډون شپږو ولسوالیو کې په ۱۲۴۶۴ کورنیو د خوړو نړيوال سازمان (WFP) په مرسته اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشل شوي دي:
«دغو مرستو کې نغدې پیسې، وریجې، غوړي، خیمې، صحي بستې، د لاس مینځلو صابون او نور توکي شامل وو. مرستې د ځانګړو معیارونو له مخې وېشل کېږي، څو هېڅ اړمنه کورنۍ له پامه ونه غورځول شي.»
هغه زیاته کړه چې نغدو پیسو او اړتیا لرونکو کسانو ته د مرستو وېش د مرکز او ولسوالیو اړوندو ادارو په مشوره په عادلانه ډول ترسره کېږي. همدارنګه، په څلورو ولسوالیو کې د خوړو نړيوال سازمان د مرستو وېش روان دی او پلان شته چې په راتلونکو میاشتو کې همدا مرستې دوام وکړي. په نورو ولسوالیو کې به هم د نقدو پیسو او خوراکي مرستو وېش پرمخ ولاړ شي.
په لوګر ولایت کې بېوزلې او اړې کورنۍ په داسې حال کې د بشري مرستو د زیاتیدو غوښتنه کوي چې هره ورځ له پاکستان او ایران هیوادونو څخه سلګونه کورنۍ خپل هیواد ته په جبر راېستل کیږي.



