افغانستان خبرونهزده کړېلوګر

لوګر کې د محلي راډیوګانو له لارې د زده کړو مینوال زیات شوي

د لوګر ولایت مرکز پل علم او لرو پرتو ولسوالیو ډيری سیمې د تېرو څو لسیزیزو جنګ جګړو له امله سختې زیاتمنې شوي دي او زرګونه هلکان او نجونې له زده کړو بې برخې شوي وو، خو له نېمکرغه په دې ورستیو کې د لوګر ولایت د بېلابېلو محلي راډیوګانو له لاري زرګونه ښځینه او نارینه زده کوونکو له ذکر شوې لارې لیک لوست ته مخه کړې ده.

د دغه ولایت د یو شمیر محلي رسنیو مسؤولین وایي چې د راډيوګانو له لارې زرګونه زده کوونکو ته دیني، ساینسي، ټولنیز،طبي، مالوماتي، نړیوالۍ ژبې او د ښوونځي مهم مضامین تدریسوي.

لوګر کې د مهال راډيو د نشراتو مدیر سردار ولي بهیج وایي راډيويي ښوونځی اوس مهال لوګر ولایت کې د زده کوونکو لپاره یوه نوې دروازه پرانېستلي ده او د دغه نوښت له لارې هلکان، نجوني او لویان کولای شي چې لیک لوست وکړي.

بلخوا , د دغه ولايت د اتحاد خصوصي راډيو د نشراتو مدیر عمر زمان احمدزى وايي، د راډيو له لارې زده کوونکي کولای شي چې په کم لګښت او لنډ وخت کې ډېرې اغیزمنې زده کړي وکړي او په زده کوونکو یې غږ وکړ چې له شته فرصت څخه ګټه واخلي او خپل لیک لوست ته دوام ورکړي.

د لوګر داطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوی فیض الله جوهري هم مني, چې لوګر ولایت کې د محلي راډیوګانو له لارې لیک لوست په ټولنه کې مثبت تمام شوی او زیاتوي چې اوس مهال لوګر ولایت کې ډيری محلي راډیوګانې د لیک لوست لپاره غوره خپرونې لري او اړتیا ده چې ولس له دې فرصت څخه اعظیمه ګټه واخلي او په خپلو ماشومانو زده کړي وکړي.

محمد یعقوب د لوګر ولایت پل علم ښار اوسیدونکی ده او اوس مهال یې دوه لوڼې او یو زوی د راډيو له لارې لیک لوست کوي او زیاتوي چې ددغه پرورګرامونو له لارې یې ماشومانو ډير څه زده کړي دي.

نوموړي د لوګر ولایت له محلي رسنیو مسؤولینو وغوښتل چې ورته پروګرامونو ته دې پراختیا ورکړل شي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button