
پل علم ښاریان؛ د ښاروالۍ د خدماتو کچه دې لوړه شي
د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار یو شمیر اوسیدنکي وایي، پل علم ښاروالي دې ښاریانو ته د اړتیا له مخې خدمات وړاندې کړي.
دوي شکایت کوي، چې اوس مهال په پل علم ښار کې د کثافاتو زیاتوالي، د لویو او معیاري پارکونو او شنو ساحو نشتون او ښاري بې نظمۍ د پل علم ښاریانو ژوند سخت کړی دی.
له دې سره هم مهاله د لوګر پل علم ښاروالۍ مسؤلین وايي، د روان کال په جریان کې یې د ښاري پراختیا او اسانتیاوو لپاره د لسګونه مېلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړي دي.
دوي ژمنه کوي چې ددې کار د دوام لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.
د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار یوه اوسیدونکي عبدالله وايي، د پخوا په پرتله په ښار کې د پارکونو وضعیت خراب شوی دی، یو شمیر ونې او ګلان وچ شوي او حتی ښاریان نشي کولای له شته پارکونو مناسبه ګټه پورته کړي.
نوموړی د پل علم له ښاروالۍ غواړي چې ښاري نظم، د ښار سرسبزۍ او پراختیا سربېره دې ښاریانو ته د اړتیا له مخې خدمات وړاندې شي.
« دلته د پارکونو ستونزه ډیره زیاته شوې ده، پارکونو کې ونې وچې شوي دي د پارکونو ضعیت خورا خراب ده، حتی نشو کولای چې له ملګرو او میلمنو سره پارکونو ته ولاړ شو، ډیری چوکۍ د خلکو له لوري تخریب شوي دي، له ښاروالۍ مو هیله ده چې یادو سونزو ته جدي رسیده ګي وکړي.»
د پل علم ښار یوه بل اوسیدونکي شبیر احمد وايي سره خبرو کې د ښار په بېلا بېلو برخو کې د کثافاتو له زیاتوالي شکایت وکړ.
نوموړي دغه راز ښاري بې نظمي، بې ځایه ګڼه ګوڼه او د سړکونو تر غاړې د غیرې صحي خوارکونو پلورل نورې جدي ستونزې وبللې چې ښاریان ترې په تنګ راغلي دي.
« ما خپله ولیدل چې هلته کباب پخېده، پېشو په کباب خوله ولږوله او وېښتان یې په غوښه پاتې شول او د هوټل مالک یاد کباب پوخ او په مشتریانو یې وپلوره، چې دا کار د روغتیا لپاره لوي زیان ده.»
د نورو ښاریانو تر څنګ په پل علم ښار کې موټر چلونکي هم ښاري ګډوډي د خپل کار پر وړاندې لویه ننګونه ګڼي.
یو تن موټر چلونکی اصیل خان خپله ډریوران هم ملامتوي چې د ښار نظم نه مراعاتوي.
هغه دغه راز وایي، ښاریانو ته باید د ښاري فرهنګ په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي او همدارنګه په ښار کې د ټولو ولسوالیو او ولایتونو لپاره جلاجلا تم ځایونه جوړ شي.
« د موټرو تم ځایونه ډير غیرې مناسب حالت کې قرار لري، ډيری سړکونه بند دي د مارکېټونو او هټیو مخې بندې دي، ټرافیکو مدیریت په ځانګړې توګه ښاروالۍ باید په ښار کې د موټرو تم ځایونه جوړ کړي او اوسنۍ بېنظمي له مینځه یوسي.»
بلخوا د لوګر ولایت پل علم ښاروالۍ مرستیال انجنیر منیر وایي، د پخوا په پرتله پل علم ښار د پام وړ پرمختګ کړی دی.
نوموړی وایی، سږ کال د لسګونه میلیونه افغانیو په مالي لګښت په ښار کې وړې او لوې پروژې عملي شوي دي او لاهم هڅه روانه ده چې د ښار د پاکۍ، سرسبزۍ او پراختیا برخو کې پلان شوې پروژې بشپړې شي.
«دا مونږ ردو چې ونې وچې شوي دي، زمونږ همکاران شپه او ورځ کار کوي ونې او پارکونه اوبه کوي او د ښاروالۍ کارونه چټک روان دي، سږ کال کېنول شوي زرګونه نیالګي ۹۰ سلنه لږېدلي دي او شاید ۱۰ سلنه وچ شوي وي، دا چې په پارکونو کې د پارکونو څوکي ماته وي، نو دا د ښاروالۍ مسؤلیت نده او دا دخلکو مسؤلیت ده چې له پارکونو سمه ګټه واخلي.»
باور دادی چې ښارونه د ټولو مشترک کورونه دي، نو د نظم او ساتنې مسؤلیت یې هم ټولو ته متوجې کیږي.
غوښتنې دادي چې د مسؤلو ادارو د ځانګړي پام تر څنګ ټول ښاریان خپل فردي مسؤلیت پر ځای او ښاري نظم رعایت کړي.



