افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې سلګونه کسانو د پاکستاني پوځ پرضد او د افغان ځواکونو پر ملاتړ لاریون وکړ

د لوګر مرکز او ولسوالیو سلګونه کسانو په مرکز پل‌علم ښار کې د پاکستان پوځ پرضد او د اسلامي امارت د ځواکونو پر ملاتړ د ښار واټونو ته راوتلي وو.

لارینوالو د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم څخه سرغړونه او په کابل یې شوی برید وغانده.

دوي په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د پاکستان وروستي برید په اړه چوپه خوله پاتې نه‌شي او د افغان ځواکونو د ځوابي برید ملاتړ یې وکړ.

هېره دي نه وي چې ورته لارینونه د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم شوي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button