
افغانستان خبرونه
خوست کې د پاکستاني ځواکونو ډزو کې یوه خبریال ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی
خوست کې حکومتي سرچينې وایي چې په دغه ولایت کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو ډزو کې د پکتيا ملي راډيو ټلوېزيون يوه خبريال ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
خوست کې یوې حکومتي سرچينې وایي چې په دغه ولایت کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د پکتيا ملي راډيو ټلوېزيون يو خبريال عبدالغفور عابد ژوند له لاسه ورکړی او د تواب ارمان په نوم یو بل خبریال ټپي شوی دی.
سرچینې زیاته کړه چې دغه دوه خبریالان تېره شپه د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ د پالوڅو په سيمه کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو له خوا په نښه شوي دي.
د معلوماتوله مخې، دغه خبريالان له خپلو نورو ملګرو سره يوځای د افغان دفاعي ځواکونو له خوا پر ډيورنډ فرضي کرښه د پاکستان پر وړاندې د انتقامي بريدونو خبري پوښښ ته تللي وو چې له مقابل لوري پرې ډزې شوې دي.
سرچینې وایي چې ټپي شوی خبريال تېره شپه د افغان ځواکونو له خوا له سیمې لېږدول شوی او د شهید شوي خبریال د ایستلو هڅې روانې دي.



