افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د پوهنې اړوند ۱۲ ادارې او تدریسي ودانۍ بیارغول کیږي

لوګر ولایت پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې د پوهنې وزارت په مالي لګښت د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د ۱۲ اداري او تدریسي ودانیو د بیارغولو چارې  رسمآ پیل شوې.

ددغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب مهال راډیو ته وویل، یادې اداري او تدریسي ودانۍ به د څلورو میاشتو په موده کې د شاوخوا شپږنیم میلیونو افغانیو په لګښت په اساسي ډول بیا ورغول شي.

هغه همدارنګه وویل، د پیل شوېو رغنیزو چارو له لارې د پوهنې ریاست یوه اداري ودانۍ، دوه دیني مدرسې او ۹ ښوونځي په اساسي ډول بیا رغول کېږي.

نوموړی وایي، د ذکر شویو دیني مدرسو او ښوونځیو په بیارغولو سره به شاوخوا ۱۰ زره طالب العلمانو او زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

یاده دې وي،چې له دې مخکې هم په لوګر کې د شاوخوا ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت  د ۴۹ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button