افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې افغاني سري میاشتې ټولنې تېرکال ۱۳۰زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي

لوګر کې د افغاني سري میاشتنې ټولنې مسوولان وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۱۳۰زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي دی.

د لوګر د سرې میاشتې ټولنې ریاست رییس مولوي میرهاشم حزب‌الله، د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ د نمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډه ته وویل، په تېر یوه کال کې د مرستې رسولو، بشرپالو خدمتونو، ښوونې او روزنې، روغتیایي او یوشمېر نورو برخو کې ۱۳۰زره کسانو ته خدمات رسولي دي.

نوموړي زیاته کړه، د لوګر سرې میاشتې ریاست تېر یوه کال په  ترڅ کې د شاخوا ۱۵ میلیونه افغانیو نقدي مرستو د وېشلو سربېره، ۷۰ تنه اړمنو زده کوونکو ته په عصري او دیني برخو کې د زده کړې زمینه برابره شوي او همدارنګه په ټوله کې د یادې ادارې له لوري نږدې ۱۳۰ زره تنو ته بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي.

همدارنګه د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ یاست ریاست رییس، مولوي فیض‌الله جوهري لوګر کې د افغاني سرې میاشتنې ټولنې فعالیتونه اغیزمن وبلل او زیاته يې کړه چې بډایه خلک او خیریه بنسټونه دې د افغاني سري میاشتې ټولنې له لارې بې‌وزله او اړو کورنیو ته مرستي ورسوي.

د یادونې وړ ده چې تېرکال هم د لوګر سرې میاشتې ریاست له لوري څه باندې سل زره کسانو ته خدمات وړاندې شوي وو.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button