افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۲۰۰زره ډالرو په لګښت مخابراتي سایټونه جوړ شوي

د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پل‌علم په بابوس او بره‌کي برک ولسوالي په پنده سیمه کې دوه مخابراتي سايټونه پرانېستل شول.

د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییس مولوي مطیع‌الله عابد وايي، په مرکز پل‌علم کې د اټوما مخابراتي او انټرنټې شرکت او په بره‌کي‌برک ولسوالي کې د روشن مخابراتي او انټرنټي شرکت له لوري د شاوخوا دوه سوه زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت پرانېستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو سایټونو له پرانېستې سره زرګونه کورنۍ له مخابراتي او انټرنټي خدماتو برخمن شول.

بل‌خوا د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او بره‌کي‌برک ولسوالي کې د مخابراتو نوي سایټونه پرانېستل شوي، خو دوي ټینګار کوي چې  لوګر په لرو پرتو ولسوالیو ازرې او خروار کې هم ورته مخابراتي فعالیتونه پراخه کړي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button