افغانستان خبرونهلوګر

د کابل – ګردېز عمومي سړک د بیارغونې چارې پيل شوې

لوګر کې ځایي مسوولین وایي چې د ټولګټو وزارت د شاوخوا ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – ګردېز لویې لارې د ۷۶ کيلومتره برخې د بیارغونې چارې پیل شوې.

د لوګر د ټولګټو رييس مولوي جنت‌ګل سراج په پل‌علم کې په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل: «د کابل – ګردېز لویې لارې جوړولو پروژه کې د سړک داغګیري، د سړک فرش او پینه‌کاري شامل دي چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.»

نوموړي زیاته کړه، ټولګټو وزارت د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې په لوګر ولایت کې بېلابېل سړکونه بیارغولي او په پام کې ده چې په راتلونکي نوي کال کې هم د سړکونو بیارغاونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، د کابل – ګردېز لویه لار د سوېل‌ختیځ زون ولایتونه له پلازمېنې کابل سره وصلوي او زیاته یې کړه چې د یادې لارې له بیارغونې سره به د لوګر سربېره، د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو موټرچلوونکي او مسافر ګڼې اسانتیاوې ترلاسه کړي.

دین‌پرور د یاد سړک د بیارغاونې پر قراردادي شرکت غږ وکړ چې دغه سړک په اساسي او معیاري توګه بیاورغوي او د ټولګټو چارو له ریاست یې هم وغوښتل چې وخت په وخت له یادې پروژې لیدنه وکړي.

د لوګر یوه قومي مشر حاجي عبدالرحمن توکلي وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي د یادې پروژې له عملي کېدو په کلکه ملاتړ کوي او له حکومته یې وغوښتل چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم او ولسوالیو ویجاړ شوي او خامه سړکونه هم په پاخه او اساسي  توګه ورغوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button