افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۲۴ کسان له بند ازاد او د ۲۹ نورو د بند موده راکمه شوه

د لوګر ولایت د استیناف محکمې مسؤولین وایي چې د ا.ا د مشر د فرمان له مخې د لوګر ولایت له زندان څخه د دوه تنه ښځو په ګډون ۲۴ تنه ازاد او د ۵ ښځو په ګډون د ۲۹ تنه زندانیانو د بند موده راکمه شوه.

د دغه ولایت د استنیاف محکمي رئيس شیخ محمد ګلاب فاروقي په اړه جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، یاد کسان د ا.ا د مشرتابه د ځانګري فرمان له مخې ازاد شوي دي.

نوموړي وویل، په ازادو شویو زندانیانو کې دوه تنه میرمنې هم شاملي دي.

بلخوا د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ د زندان مدیر ملا رحمت الله عمري وویل، اوس مهال د لوګر ولایت په زندان کې شاوخوا ۱۹۰ تنه زندانیان چې بیلابېل جرمونه یې ترسره کړي د بند شپې او ورځې سباه کوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button