افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ۳۵ کيلومتره سړکونو جوړولو چارې پيل شوې

د لوګر د ټولګټو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، بره‌کي‌برک او څرخ ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.

د لوګر په مرکز پل‌علم کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د دغه ولایت د ټولګټو رييس مولوي جنت‌ګل سراج وویل: «په دې پروژو کې د پل‌علم له خضر سیمې  تر پادخواب روغني، د بره‌کي‌برک ولسوالۍ له بره‌کي راجان څخه تر ده شیخ څلورلارې، له څرخ ولسوالۍ تر ډبر پله پورې ۳۲ کېلومتره سړکونو او د پوهنتون ۳ کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړول شامل دي.»

سراج زیاته کړه، یاد سړکونه د ټولګټو وزارت د یو میلیارد او ۶۹ میلیون افغانیو په مالي لګښت په راتلونکو دوو کلونو کې په اساسي ډول جوړېږي.

د نوموړي په خپره، ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د ازرې ولسوالۍ او همدارنګه د خوښۍ او محمداغۍ ولسوالیو ترمنځ حلقوي سړکونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.

بلخوا د ټولګټو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح وویل، ا.ا د هېواد بیارغونې ته ژمن دی او د خلکو له غوښتنو سره سم به عمومي او فرعي سړکونه معیاري جوړ کړي.

نوموړي د ا.ا له ادارو، مسوولینو او عامو خلکو وغوښتل چې د ټولګټو وزارت د پیل شوو پروژو په عملي کېدو کې بې‌ځایه مداخلې ونه کړي او د یادو پروژو په عملي کېدو کې همکاري وکړي.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدقاسم خالد وویل، د لوګر خلک په تېرو شلو کلونو کې سختې قربانۍ ورکړې دي او په تېره موده کې دغه ولایت ته د پام وړ بنسټریز کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړه، دولتي ادارو ته په‌کار ده چې د ولس د اړتیا او غوښتنو له مخې اساسي او پراختیايي پروژې عملي کړي.

بلخوا، په یاده ناسته کې د قومي مشرانو په استازولۍ حاجي عبدالرحمن توکلي وویل، د لوګر خلکو د سړکونو جوړولو او بیارغاونې د پروژو ملاتړ کوي او غوښتنه یې وکړه چې د دغه ولایت د محمداغې، خوښۍ، ازرې، خروار او بره‌کي‌برک ولسوالیو خامه سړکونه هم اساسي جوړ کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button