
افغانستان خبرونهلوګر
د لوګر خروار ولسوالۍ ته نوې ودانۍ جوړه شوه
د لوګر ولایت سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ لپاره د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر د والي مرستيال مولوي محمدانور دينپرور په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وويل، دا ودانۍ به په دغه ولسوالۍ کې د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مثبت اغېز ولري.
د نوموړي په وینا، یاده ودانۍ د کورنیو چارو وزارت په شل میلیون افغانیو لګښت جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د خروار ولسوالي په تېرو شلو کلونو له اساسي خدمتونو بېبرخې وه او باید د اسلامي امارت مسوولین ورته جدي پام وکړي.
د دې ولسوالۍ ولسوال مولوي محمدايوب خادم وویل، له دې مخکې د ودانۍ د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ وو چې د يادې ودانۍ له پرانیستلو سره به ټولې ستونزې هوارې او ولس ته به پر خپل وخت خدمات وړاندې شي.



