
لوګر کې د سوکوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د سوکوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي مهال راډیو ته وویل، په دغو سیالیو کې چې د نویو ځوانانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په کټګوریو کې ترسره شوې، د مرکز پلعلم او ولسوالیو ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
هغه زیاته کړه، په دغو یو ورځنیو سیالیو کې «ناک دوان» کلپ لومړۍ مقام، «خالد کلپ» دویم او «د سفید سنګ ځوانانو کلپ» دریېم مقام ترلاسه کړ.
نوموړي وویل، د یادو سیالیو موخه لوګر ولایت کې د سوکوهنې ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ظرفیت لوړل وو.
د دغو سیالیو یوه ګډونوال جاویداحمد مهال راډیو ته وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ولایت په کچه د سوکوهنې ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کړي او د ظرفیت کچه یې لوړه شي.
نوموړي د سوکوهنې فدراسیون له مسوولینو وغوښتل چې د لوګر ولایت ورزشکارانو ته د سوکوهنې برخه کې د ظرفیت لوړونې او ورزش کولو اسانتیاوې برابرې کړي.



