
لوګر کې د بادامو حاصلات ۱۰ سلنه لوړ شوي
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه زیات شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر، انجنیر نصیرالدین بهیج، مهال راډیو ته وویل، چې په لوګر کې پر ۴۹۶ هکټاره ځمکه د بادامو باغونه شته او سږ کال له دغو باغونو څخه څه باندې ۱۴۷۵ متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په وینا، د نویو باغونو جوړول، د بادامو د ونو د ناروغیو کنټرول، بڼوالو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه، د اړینو توکو وېش، د بزګرانو د لېوالتیا زیاتېدل او د لوګر مناسبه خاوره او اقلیم د بادامو د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په لوګر کې پر ۴۸۶ هکټاره ځمکه د بادامو باغونه موجود وو، چې له دغو باغونو څخه ۱۳۴۱،۳۳ متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.
په لوګر کې د بادامو بېلابېل ډولونه، لکه شاخبز، عبدالواحدي، ستاربایي او قهاربایي کرل کېږي، چې برګ بادام یې له مشهورو ډولونو څخه دی او په نړیوالو بازارونو کې هم ښه بازار لري.
بلخوا، د لوګر د بادامو بڼوال وایي، که څه هم سږ کال د بادامو حاصلات زیات شوي، خو بیې یې لا هم د پخوا په څېر ټیټې دي.
دوی له اړوندو مسوولینو غواړي، چې د لوګر د وچې مېوې لپاره د بازار موندنې په برخه کې لازم اقدامات وکړي، څو بڼوال وکولای شي خپل محصولات په مناسب قیمت وپلوري.



