افغانستان خبرونهزده کړېلوګر

لوګر کې یو ۶۷ کلن ښوونکي ټول قرآنکریم په لاس لیکلی

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ اړوند د جابرکلا منځني ښوونځي ۶۷ کلن ښوونکي، عزت‌الله ملک‌زاده، د څلورو میاشتو په موده کې ټول قرآنکریم، چې ۳۰ سپارې کېږي، په خپلو لاسونو لیکلی دی.

ملک‌زاده وایي، چې د قرآنکریم ۳۰ سپارې یې د خودرنګ قلم او عادي رنګ په وسیله لیکلې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د قرآنکریم لیکل یې له اوږدې مودې راهیسې د ژوند له سترو ارمانونو څخه و او خوښ دی، چې د الله تعالی په فضل یې دغه ارمان په خپلو لاسونو پوره کړ.

بلخوا، د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب‌جان اسلامیار د ملک‌زاده دا هڅه د ستاینې او قدر وړ بولي او وایي، چې یاده اداره د قرآنکریم د چاپ او تکثیر په برخه کې له نوموړي سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د لوګر یوې لس کلنې زده‌کوونکې هم د قرآنکریم څلور سپارې په خپلو لاسونو لیکلې وې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button