افغانستان خبرونهلوګر

لوګر موزیم ته څلور لرغوني آثار وسپارل شول

د لوګر موزیم مسؤلین وايي، د دغه ولایت دوو اوسېدونکو څلور قلمه لرغوني آثار دې موزیم ته سپارلي، چې تاریخي مخینه یې د اسلامي دورې پورې رسېږي.

د لوګر موزیم مدیر محمد امین ناصري وايي، یاد آثار د اسلامي دورې اړوند دي او له پخې خټې څخه جوړ شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د سیمې د اوسېدونکو له لوري د تاریخي اثارو موندل او موزیم ته سپارل د هېواد د لرغوني فرهنګي میراث د ساتنې په برخه کې مهم ارزښت لري؛ ځکه په دې سره تاریخي آثار له ورکېدو، زیانمنېدو او غیرقانوني لېږد څخه خوندي پاتې کېږي.

د لوګر موزیم مدیر له خلکو وغوښتل، چې که په خپلو سیمو کې تاریخي او لرغوني آثار ومومي، د ساتنې او ثبت په موخه یې اړوندو ادارو ته وسپاري.

د نوموړي په وینا، د دغو اثارو ساتنه نه یوازې د هېواد د تېر تاریخ د پېژندنې لپاره ارزښت لري، بلکې راتلونکو نسلونو ته د افغانستان د لرغوني فرهنګي میراث د لېږد یوه مهمه برخه هم جوړوي.

د لوګر موزیم د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دغه موزیم کې شاوخوا ۲۰۰ تاریخي آثار او لاسي صنایع ساتل کېږي، چې د بېلابېلو تاریخي دورو او د سیمې د فرهنګي میراث استازیتوب کوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button