افغانستان خبرونهروغتیالوګر

لوګر کې ۱۷۵ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په لوګر ولایت کې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، په دغه کمپاین کې به ۱۷۵ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدزرک ځیرک د کمپاین د پیل پر مهال د پولیو واکسین پر اهمیت ټینګار وکړ او له کورنیو یې وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د نوموړي په وینا، په دغه پړاو کې به ۱٬۳۲۸ روغتیايي کارکوونکي او رضاکاران د واکسین د تطبیق په برخه کې برخه واخلي.

په همدې حال کې، د لوګر ولایت مقام هم له کورنیو غوښتي چې له روغتیايي ټیمونو سره همکاري وکړي او خپل له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button