افغانستان خبرونهبیارغونهلوګر

لوګر کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت درې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک او دادوخېلو کلیو او د برکي‌برک ولسوالۍ په لویه کلا سیمه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت درې پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس، مولوي نورالله حکمت، وویل چې په دغو پروژو کې په دادوخېلو او بیدک کلیو کې د دوو چکډمونو جوړول او په لویه کلا کې د لمریزې انرژۍ په وسیله د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړول شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دادوخېلو چکډم ۷۸ متره اوږدوالی او درې متره لوړوالی لري او د اووه زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. همدارنګه، په بیدک کې جوړ شوی چکډم ۶۰ متره اوږدوالی او درې متره لوړوالی لري او د ۶۵۴۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

هغه همدارنګه وویل، د دغو چکډمونو له اوبو څخه به چینې او کاریزونه تغذیه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.

حکمت زیاته کړه چې د برکي‌برک ولسوالۍ په لویه کلا سیمه کې د اوبو رسولو شبکه د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې ژورې څاه، ۴۲ لمریزو تختو، د ۴۰ متره مکعبه ظرفیت لرونکې اوبو زېرمې، ۷۵۷۰ مترو پایپونو او ۱۵۹ کور په کور د اوبو نلونو په جوړولو سره بشپړه شوې ده.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، دغه درې واړه پروژې د ډاکار مؤسسې له لوري، د یاد ریاست تر چتر لاندې، په تېرو اتو میاشتو کې بشپړې شوې او لګښت یې د ډنمارک دولت د نړیوالو پراختیايي مرستو له بودیجې ورکړل شوی دی.

د ریاست د معلوماتو له مخې، له دغو پروژو څخه په ټولیزه توګه له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ برخمنې شوې دي. سربېره پر دې، د پروژو د پلي کېدو پر مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button