افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د یوه کانکریټي پل د جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د مرکز اړوند په بیدک کلي کې د ۱۳ میلیونه او ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یوه کانکریټي پل د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر ولایت یو شمېر چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله حکمت وویل، چې دغه پل به ۲۰ متره اوږدوالی او ۹.۳۰ متره سور ولري او د ۱۰۹ مترو استنادي دېوال په ګډون به یې د جوړولو چارې د محمدداود نوري ساختماني شرکت له لوري، د یاد ریاست تر څارنې لاندې په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو، د ترانسپورتي زیربناوو د پیاوړتیا او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د بیارغونې سلګونه پروژې پیل شوې دي، چې زرګونو وزګارو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي د دې پروژې له پیل څخه خوښ دي او تمه لري، چې د پل په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ ستونزې راکمې او د لوګر مرکز او کابل ـ لوګر لویې لارې ته به لاسرسی اسانه شي.

همدارنګه، د پروژې د پلي کېدو پر مهال به د سیمې د لسګونو اوسېدونکو لپاره د لنډمهاله کار زمینه برابره شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button