
افغانستان خبرونهکرنه او مالدارۍلوګر
لوګر کې ۷۰ زره څارویو ته د تبق ناروغۍ ضد واکسین پیل شو
د لوګر په بېلابېلو سیمو کې د تبق ناروغۍ د مخنیوي په موخه د ۷۰ زره وړو او غټو څارویو د واکسین کمپاین پیل شوی، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا آمر، ډاکټر ثناءالرحمن ثنایي مهال راډیو ته وویل، چې د دغه کمپاین لپاره ۷۲ زره ډوزه واکسین د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري برابر شوي دي.
د نوموړي په وینا، د واکسین دغه بهیر به د ساحوي وترنرانو له لوري ترسره شي او موخه یې د تبق ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی دی.
ثنایي زیاته کړې، چې تبق یوه ساري او ویروسي ناروغي ده، چې د څارویو روغتیا او د مالدارانو اقتصاد ته زیان رسوي؛ له همدې امله هر کال د څارویو د واکسین کمپاین ترسره کوي.
مسؤولین له مالدارانو غواړي، چې د واکسین د ښه تطبیق په موخه له ساحوي وترنرانو سره همکاري وکړي.



