
لوګر ولایت کې د نړیوال هوايي ډګر د جوړېدو چارې پیلېږي
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت یو پلاوی لوګر ولایت ته تللی او د دغه ولایت د نړیوال هوايي ډګر د جوړېدو لپاره یې د ځانګړې شوې ځمکې وضعیت ارزولی دی.
د یاد وزارت پلاوي د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په سرخاب سیمه کې هغه ۱۳ زره جریبه ځمکه له نږدې کتلې، چې د نړیوال هوايي ډګر د جوړېدو لپاره ځانګړې شوې ده.
دغه پلاوی د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مصونیت، پالیسۍ او تفتیش مرستیال مولوي فیضالله جمال حقاني په مشرۍ لوګر ته تللی و. نوموړي او ورسره مل پلاوي د لوګر له والي قاري صلاحالدین ایوبي سره هم لیدلي او د هوايي ډګر د جوړېدو د لومړنیو چارو په اړه یې خبرې کړې دي.
د لوګر والي د هوايي ډګر د جوړېدو اړوند د لومړنیو او بنسټیزو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغه هوايي ډګر جوړېدل به د ولایت پر اقتصادي وده، د خلکو د تګراتګ پر اسانتیا او د ترانسپورټي زیربناوو پر پراختیا مثبت اغېز ولري.
د مسؤولینو په وینا، د لوګر نړیوال هوايي ډګر د جوړېدو لومړني کارونه به ډېر ژر پیل شي، چې د ساحې د احاطې او د اوبو لارو جوړول هم پکې شامل دي.
د معلوماتو له مخې، د دغو لومړنیو چارو د ترسره کولو لپاره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې، چې لګښت به یې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي.
مسؤولین وایي، د هوايي ډګر د جوړېدو چارې به د لوګر د هوايي ترانسپورټ د اسانتیا ترڅنګ، د دغه ولایت د سوداګرۍ، اقتصادي فعالیتونو او سیمهییزې ترانسپورټي شبکې په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولري.



