
لوګر کې د برېښنا رسونې درې پروژې بشپړې شوې
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د جباري، زرداد کلا او نوې پروژې په سیمو کې د ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې له مخې به یې ۲۹۰ کورنۍ د برېښنا له اسانتیاوو برخمنې شي.
د لوګر د برېښنا ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت مرستیال والي شیخ انعامالله صلاحالدین د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، چې د عامه خدمتونو پراختیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي په راتلونکي کې هم ورته پراختیایي پروژې پلې شي.
د لوګر د برېښنا رییس میر احمدولي هاشمي وویل، چې یادې پروژې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ او د لوګر د برېښنا ریاست د عملیاتي معاونیت د تخنیکي ډلې له لوري بشپړې شوې دي.
په همدې حال کې، د سیمې یوه اوسېدونکي حاجي عبدالمتین د دغو پروژو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه، چې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې نورې پراختیایي پروژې هم پلې شي.
د یادونې ده، چې د لوګر د برېښنا ریاست تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا رسونې پروژې پلې کړې دي.



