
لوګر ښوونکي د سرپناه ځمکې وېش غوښتنه کوي
لوګر ولایت مرکز پل علم په ګډون د یو شمیر ولسوالیو ښوونکي له پوهنې ریاست څخه د سرپناه ځمکې د وېش غوښتنه کوي.
دوی زیاتوي چې له تیرو څو کلونو راهیسې د مرکز پل علم یو شمیر ښوونکو ته د نمرو د وېش بهیر پیل شوی وو، خو دغه بهیر د نامعلوم دلیل له امله په ټپه درېدلی ده.
لوګر ولایت یو تن ښوونکی سید بسم الله هاشمي وايي چې د تیر نظام پر مهال پوهنې ریاست ښوونکو ته د سرپنا ځمکې د ویش لړۍ پیل کړي وه، ولې دغه پروسه یې نېمګرې پای ته رسولی ده.
نوموړی د پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي چې د لوګر د ښوونکو ستونزو ته دې ځانکړې پاملرنه کړي او ژر تر ژره دې به مستحقو ښوونکو د سرپناه ځمکه وویشل شي.
ده همدارنګه وویل، «ځینو ښوونکو ته د سرپناه نمرې د تېر جمهوریت پرمهال وېشل شوي دي، خو ځينو ښوونکو ته تراوسه پورې یادې نمرې ندې وېشل شوي او غوښتنه مو داده چې پوهنې وزارت دې د لوګر ولایت ښوونکو ته په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د سرپناه نمرې وویشي.»
همداراز د لوګر ولایت یو بل ښوونکی جهانګیر حنفي هم وايي چې له تیرو څو کلونو راهیسې د لوګر د ښوونکو د سرپناه ځمکې د ویش لړۍ درول شوي ده او ښوونکو ته د سرپناه ځمکه نده وېشل شوې.
حنفي پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي چې په ټول هیواد کې ښوونکو ته په ځانګړې توګه لوګر ولایت کې د سرپناه نمرې ووېشل شي.
د ده په وینا، « لوګر ښوونکي د هستوګنې لپاره نمرې غواړي، هغه معاش چې ورکول کیږي په هغه یې د ژوند لومړنۍ چارې یعنې خوراک او پوښاک نه برابریږي، نو ښوونکي به په هغو پیسو څنګه ځانته نمره واخلي، ښوونکې د ټولنې زیارکښه ډله ده طبقه ده او حکومت ته پکار ده چې د مظلمو ښوونکو غږ واوریدل شي.»
په ورته وخت د پوهنتون استاد محمد فهم ستانکزی وايي چې په افغانستان کې ډیری ښوونکي له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي دوی نه شي کولای چې په ټاګل شوي معاش باندې د خپل کورنۍ ورځنۍ چارې سمبال کړي.
نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت د ښوونکو اقتصادي ستونزې هوارې کړي او د یو ځانکړې طرحې له مخې دي د ښوونکو معاش لوړ کړي ترڅو د ښوونکو د کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې شي.
هغه زیاتوي،« کوم معاشونه چې دامارت لخوا ورکول کیږي د هغوي د ژوند ستونزې نه پرې هواریږي، حکومت دې د ښوونکو امتیازات لوړ کړي.»
همدارنګه د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب د ښوونکو د سرپنا ځمکې د ویش ستونزې مني خو وايي چې د تير حکومت پر مهال د لوګر مرکز پل علم په ګډون د محمد اغې، خوښۍ، او بره کي برک ولسوالیو د ښوونکو ښار ګوټي رسماً پرانستل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د لوګر ډیری ښوونکو ته د ټاکل شوي کمېسیون لخوا د يوې يوې هستوګنې نمرې اسناد هم وېشل شوي دي او هڅه پیل شوې چې دغه ستونزه هواره شي.
عرب زیاتوي، « په منظورشویو ښارګوټو کې د پل علم۹۹۷ ښوونکو ته، د بره کي برک ولسوالۍ ۵۵۸ ښوونکو ته، د محمداغې ولسوالۍ۹۸۳ ښوونکو ته او د خوښۍ ولسوالۍ۸۰۲ تنه ښوونکو ته یوه یوه نمره دهستوګنې ځمکه ورکول شوې ده چې ټول ټال ۳۳۴۰نارینه او ښځینه ښوونکې کیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې شاخوا ۲۰۸۲ ښوونکي د لوګر په ۲۸۷ ښوونځیو کې لسګونه زره نجونو او هلکانو ته په تدریس بوخت دي.